پکتیکا کې د ماین چاودنې ۲۰ ملکي وګړي ټپیان کړل

30 سنبله 1399 ساعت 9:22

سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، پکتیکا ولایت کې د سړک د غاړې په بمي چاودنه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۰ تنه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.


سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، پکتیکا ولایت کې د سړک د غاړې په بمي چاودنه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۰ تنه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې چاودنه پرون شنبې د وږي ۲۹ مه مازیګر مهال د پکتیکا ولایت په جاني خېلو ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

د پکتیکا د امنیه قوماندانۍ ویاند شاه محمد ارین وايي، چاودنه په هغه تراکتور شوې، چې ولسي وګړي په کې یوه واده ته روان وو.

نوموړي زیاته کړې، چې د کوچیانو یوه تراکتور کې ناوې، زنانه او نارینه سپاره و، چې د سړک د غاړې پر ماین وربرابر شوی او چاودنه شوې ده.

دی وايي، په دغه چاودنه کې ۲۰ تنه ټپیان شوي، چې زیاته یې ښځې او ماشومان دي او په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون د پکتیکا ولایت د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر هم د سړک د غاړې په یوه ماین چاودنه کې و وژل شو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 131730

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/131730/

جمهور
  https://www.jomhornews.com