ټرمپ:

له افغانستان نه سرتېري کموو، خو نهايي پرېکړه به وروسته وګړو

30 سنبله 1399 ساعت 9:32

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا له افغانستان څخه د وتلو او سرتېرو د کمولو ویلي، خو زیاتوي، چې نهايي پرېکړه به وروسته کوي.


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا له افغانستان څخه د وتلو او سرتېرو د کمولو ویلي، خو زیاتوي، چې نهايي پرېکړه به وروسته کوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ټرمپ ویلي، چې په را روانو څو اونیو کې به په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر له ۴ زره هم راکم کړي، خو نهايي پرېکړه به وروسته کوي.

ټرمپ چې سپینه ماڼې کې یوې خبري ناستې ته خبرې کولې، له طالبانو سره د سولې د مذاکراتو یادونه هم وکړه او وویل چې دا خبرې ښې روانې دي.

هغه زیاته کړې« تاسو شاید اورېدلي‌ وي چې له طالبانو سره مو ځینې ښه بحثونه لرلي.....پوهېږو چې ځینې مسایل به رامنځ‌ ته شي، خو موږ له هغه ځای (افغانستان) څخه وځو. ځینې مسایل باید بشپړ شي. ۱۹کاله بېخي زیات وخت دی.»

د امریکا ولسمشر طالبان کلک، هوښار او ځیرک خلک وبلل چې په وینا یې نور هغوی هم له ۱۹ کلنې جګړې ستړي شوي او امریکا ورسره ښه معامله کولی شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 131732

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/131732/

جمهور
  https://www.jomhornews.com