برېتانیا پاتې افغان ژباړونکو ته وېزې ورکوي

30 سنبله 1399 ساعت 9:38

راپورونه وايي، برېتانیا هغو افغانانو ته چې له دوی سره یې په افغانستان کې د ژباړونکو په توګه دنده تر سره کړې ويزې ورکوي.


راپورونه وايي، برېتانیا هغو افغانانو ته چې له دوی سره یې په افغانستان کې د ژباړونکو په توګه دنده تر سره کړې ويزې ورکوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ۲۰۱۳ مېلادي کال راپدېخوا برېتاینا ۴۵۰ افغانان د هغوی له کورنیو سره یو ځای منلي، خو یو شمېر نور چې مستحق وو یاد هېواد ته نه دي غوښتل شوي.

هغه کسان چې له برېتانوي اتباعو سره د ژباړونکو په حیث دندې تر سره کړي شکایت کړی، چې طالبانو ګواښلي دي او یا یې هم په نښه کړي دي.

له همدې امله د برېتانیا حکومت پرېکړه کړې چې همدغو افغان ژباړونکو ته به هم وېزې ورکړي چې په افغانستان کې یې بریتانوي پوځیانو سره د ژباړونکي دنده پر مخ وړې ده.

د برېتاینا د دفاع وزیر بن والاس وای په ټینګار سره ویلي چې هر څومره ژر کېږي دغه افغانان دې برېتانیا ته وغوښتل شي.

د یادونې وړ ده چې دغه پروګرام به په قانوني توګه راتلونکې اکتوبر میاشت کې پیل او عملي شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 131733

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/131733/

جمهور
  https://www.jomhornews.com