کندوز کې هوايي برید:

دفاع وزرات یې وژل شوي طالبان او ځاي خلک یې ولسي وګړي بولي

30 سنبله 1399 ساعت 9:52

په کندوز ولایت کې د افغان ځواکونو له خوا هوايي بریدونه شوي، چې له امله یې تر ۳۰ زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


په کندوز ولایت کې د افغان ځواکونو له خوا هوايي بریدونه شوي، چې له امله یې تر ۳۰ زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه بریدونه پرون شنبې د وږي ۲۹ مه د کندوز ولایت د خان آباد ولسوالۍ اړوند سیمه کې په یوه کلي کې شوي دي.

ملي دفاع وزارت وايي، طالبانو په دغه ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړل، چې د متقابل ځواب او هوايي برید سره مخ شول.

سرچینه زیاتوي، چې په دغه بریدونو کې د قاري عبدالرازق او مولوي عباس په نومونو د طالبانو د دوه مشرانو په ګډون ۳۰ وسله وال طالبان وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي.

ځینې امنیتي سرچینې وايي، افغان هوايي ځواک په یاده سیمه کې د طالبانو دوه مرکزونه په نښه او له منځه یووړل او درنه مرګ ژوبله یې ورته واړوله.

خو ځایي خلک بیا وايي، په وژل شویو او ټپیانو کې هېڅ طالب نشته بلکې ټول ولسي وګړي دي.

د خلکو په وینا هوايي ځواک په یاده سیمه کې په یوه کور برید وکړ، چې مرګ ژوبله یې نه درلوده او کور اور واخیست.

خو په وینا یې کله چې د کلي خلک د اور مړه کولو لپاره ورغلل بل برید پرې وشو، چې په کې ۱۸ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

په سیمه کې روغتیايي مسولینو هم ویلي چې د ولسي خلکو درې مړي او درې زخمیان روغتون ته انتقال شوي دي.

طالبانو هم ویلي په دغه برید کې دوی ته نه بلکې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

خو د ملي دفاع وزارت وايي، په هوايي برید کې ولسي وګړو ته زیان نه دی رسېدلی، خو د شویو ادعاو په اړه به جدي پلټنې وکړي.

 جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 131735

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/131735/

جمهور
  https://www.jomhornews.com