ولسمشرغني بامیانو ته لاړ

30 سنبله 1399 ساعت 10:32

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یوه لوړ پوړي پلاوی په مشرۍ بامیان ولایت ته رسېدلی دی.


افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یوه لوړ پوړي پلاوی په مشرۍ بامیان ولایت ته رسېدلی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ارګ وايي، ولسمشر او ورسره پلاوی نن یکشنبې د وږي ۳۰ مه بامیان ولایت ته ولاړ.

سرچینه زیاتوي، بامیانو ته د ښاغلي غني د سفر موخه د دغه ولایت عمومي وضعیت ارزول دي.

ارګ وايي، د حکومت د رهبرۍ له خوا به هلته یوه فوق العاد امنیتي غونډه هم وشي، چې ولسمشر او مرستیالان به یې هم په کې ګډون وکړي.

د سرچینې په وینا ښاغلی غني او ورسره پلاوی به د خلکو د لویې غونډې تر څنګ د یکاولنګ – دره صوف د سړک جوړولو چارې هم وګوري.

دغه راز به ولسمشر او ورسره پلاوی د بامیانو ولایت له تاریخي سیمو څخه هم لیدنه وکړي.

د یادونې ده، چې دا په تېرو شپږو کلونو کې پنځم ځل دی، چې ولسمشر غني بامیانو ولایت ته سفر کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 131737

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/131737/

جمهور
  https://www.jomhornews.com