عبدالله د ملګرو ملتونو له استازې سره پر سوله خبرې کړې دي

30 سنبله 1399 ساعت 15:08

د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې دیبرا لاینز سره لیدلي دي.


 د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې دیبرا لاینز سره لیدلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ښاغلي عبدالله او مېرمن لاینز لیدنه نن یکشنبې د وږي ۳۰ مه په سپېدار ماڼۍ کې شوې ده.

د ملي روغې جوړې پر فسبوک پاڼه لیکل شوي، په دغه لیدنه کې دواړو لورو په دوحه د افغان حکومت او طالبانو د پلاویو تر منځ د خبرو په پرمختګونو، له دغه پروسې د نړیوال ملاتړ، له مرکچي پلاویو د افغانستان د خلکو او نړیوالې ټولنې د هیلو، د تاوتریخوالي پر کمښت او تل پاتې سولې ته پر رسېدو خبرې کړې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 131750

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/131750/

جمهور
  https://www.jomhornews.com