خلیلزاد: روان تاوتریخوالی د منلو نه دی باید کم شي

31 سنبله 1399 ساعت 14:25

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازي زلمي خلیلزاد یو ځل بیا ویلي، چې په افغانستان کې روان تاوتریخوالی د منلو نه دی او ښکېلې غاړې باید تاوتریخوالی کم کړي.


د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازي زلمي خلیلزاد یو ځل بیا ویلي، چې په افغانستان کې روان تاوتریخوالی د منلو نه دی او ښکېلې غاړې باید تاوتریخوالی کم کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې خلیلزاد په یوه تازه ټوطټ کې ویلي، په دې وروستیو کې د افغانستان په بېلا بېلو برخو کې تاوتریخوالی ډېر شوی دی.

نوموړي زیاته کړې، د دغه تاوتریخوالي، نښتو او بریدونو له امله ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې نوره د منلو وړ نه ده.

خلیلزاد وايي، په دوحه کې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ مخامخ خبرې روانې دي نو ښه به وي چې ښکېلې خواوې د تاوتریخوالي د کمولو لپاره ګامونه اوچت کړي.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زیاتوي، چې روان تاوتریخوالی خواشینوونکی دی او اړینه ده چې ښکېلې خواوې ژر تر ژره جګړې کمې کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 131778

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/131778/

جمهور
  https://www.jomhornews.com