د ملګرو ملتونو عمومي منشي:

ښکېلې خواوې د ژر تر ژره بشري اوربند وکړي

31 سنبله 1399 ساعت 14:27

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترېش یو ځل بیا په نړۍ کې پر تاوتریخوالي اندېښنه ښودلې او له ښکېلو اړخونو یې د بشري اوربند کولو غوښتنه کړې ده.


د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترېش یو ځل بیا په نړۍ کې پر تاوتریخوالي اندېښنه ښودلې او له ښکېلو اړخونو یې د بشري اوربند کولو غوښتنه کړې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ګوترېش د سولې نړیوالې ورځې په مناسبت خپاره کړي پیغام کې ویلي، نړۍ تر بل هر وخت اوربند او سولې ته اړتیا لري.

نوموړي زیاته کړې، ملګرو ملتونو د خپل تاریخ په اوږدو کې تل هڅه کړې، چې په هېوادونو کې جګړې او تاوتریخوالی پای ته ورسوي او سوله ییزه فضا کې د بشري ژوند زمینه برابره کړي.

د هغه په وینا بشري اوربند د کورونا وبا پر مهال د ټولو نړیوالو غوښتنه ده او یو ځل بیا یې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې پر ښکېلو لورو د جګړو د درولو غږ کړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 131779

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/131779/

جمهور
  https://www.jomhornews.com