اتمر او کابل کې د امریکا شارژدافیر: طالبان باید اوربند ومني

31 سنبله 1399 ساعت 14:28

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست او نوماند وزیر محمد حنیف اتمر په کابل کې د امریکا له شارژدافیر راس ویلسن سره لیدلي دي.


د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست او نوماند وزیر محمد حنیف اتمر په کابل کې د امریکا له شارژدافیر راس ویلسن سره لیدلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په دې لیدنه کې دواړو لورو د سولې پر روان بهیر او دوه اړخیزه اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي.

خبرپانه وايي، امریکایي او افغان لوري د سولې د خبرو پر مهال د تاوتریخوالي پر کمېدو او محسوس اوربند ټینګار کړی دی.

دواړو لورو ټینګار کړی، چې طالبان باید تاوتریخوالی کم کړي او د اوربند له لارې دایمي سولې ته لار برابر کړي.

د بهرنیو چارو وزارت وايي، دغه راز دواړو لورو په دې حساس وخت کې د اړیکو پر پراختیا او پیاوړتیا هم ټینګار کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمی خلیلزاد هم په تازه څرګندونو کې له دواړو لورو غوښتي، چې تاوتریخوالی کم کړي.

د هغه په وینا په دې وروستیو کې د افغانستان په بېلا بېلو برخو کې تاوتریخوالی زیات شوی، چې قرباني یې ملکي وګړي دي او دا نور د زغملو وړ نه دي.

خلیلزاد ویلي، سولې ته د رسېدو لپاره باید دواړه لوري روان تاوتریخوالی راکم کړي او تل پاتې سولې او اوربند ته لار هواره کړي دي.

د یادونې ده، چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي هم پر ښکېلو غاړو غږی کړی، چې نور له تاوتریخوالي لاس واخلي او بشري اوربند وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 131780

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/131780/

جمهور
  https://www.jomhornews.com