عبدالله:

طالبان دې د خلکو غوښتنې ته درناوی کړي او اوربند د ومني

31 سنبله 1399 ساعت 14:30

د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شوار مشر ډاکتر عبدالله عبدالله یو ځل بیا پر طالبانو غږی کړی، چې اوربند ته غاړه کېږدي.


د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شوار مشر ډاکتر عبدالله عبدالله یو ځل بیا پر طالبانو غږی کړی، چې اوربند ته غاړه کېږدي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې عبدالله د سولې د نړیوالې ورځې په مناسبت خپاره کړي پیغام کې ویلي، طالبان دې د خلکو غوښتنې ته درناوی وکړي او اوربند د ومني.

ښاغلي عبدالله وايي« په دې ورځ ټول بشري فعالین له ښکېلو لورو د جګړو د پای ته رسولو غوښتنه کوي او د دوی هم په دې هیله دي، چې طالبان په افغانستان کې د اوربند غوښتنې ته لبیک ووايي.»

د هغه په وینا افغان پلاوی له طالبانو سره په خبرو بوخت دی او تمه ده، چې دلته روانه جګړه ژر تر ژره ختمه شي.

عبدالله وایي ټول افغانان له جګړو ستړي دي نو ځکه هیله مند دی چې د سولې مذاکرات پایلې ته ورسېږي او په افغانستان کې د څلوېښت کلنې اوږدې جګړې د پای ته رسېدو سبب شي.

دی زیاتوي، تاریخ ثابته کړې، چې جګړې یوازې د خبرو له لارې پای ته رسېدلی شي او طالبانو ته هم په کار ده، چې د تاوتریخوالي په کمولو سره د سولې بهیر لا باوري او د ډاډ وړ کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې ملګرو ملتونو، په کابل کې د امریکا سفارت د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي هم پر ښکېلو غاړو غږ کړي، چې تل پاتې سولې او ثبات ته د رسېدو لپاره دې اوربند وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 131781

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/131781/

جمهور
  https://www.jomhornews.com