ملګري ملتونه:

افغان حکومت باید له فساد سره مبارزه پیاوړې کړي

1 میزان 1399 ساعت 9:36

ملګري ملتونه وايي، افغان حکومت باید له فساد سره جدي مبارزه او د ښې حکومتولۍ لپاره خپلې هڅې نورې هم ګړندۍ کړي.


ملګري ملتونه وايي، افغان حکومت باید له فساد سره جدي مبارزه او د ښې حکومتولۍ لپاره خپلې هڅې نورې هم ګړندۍ کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستدویه دفتر یا یونام مشرې دیبرا لاینس له ولسشمر غني سره په لیدنه کې کړې دي.

ارګ وايي، ولسمشر غني پرون دوشنبې د وږي ۳۱ مه د ملګرو ملتونو له استازې سره ولیدلي او دواړو لورو د سولې پر روان بهیر هم خبرې وکړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر مشرې دیبرا لاینس له ولسمشر غني سره د لیدنې پر مهال ویلي چې افغان حکومت باید له فساد سره مبارزه پیاوړې کړي او د ښې حکومتولۍ په برخه کې هڅه وکړي.

مېرمن لاینس د سولې پر روان بهیر هم خبرې کړې، چې په وینا یې دغه لړۍ د ملګرو ملتونو له ملاتړ برخمنه ده.

په ورته وخت کې ولسمشر غني هم د فساد ضد مبارزې په اړه د ملګرو ملتونو استازې ته معلومات ورکړي ویلي یې دي، دوی هڅه کوي د جینوا کنفرانس ته له لاس ته راوړنو سره ورشي.

ارګ وايي، دواړو لورو په افغانستان کې د انکشافي پروژو په پلي کېدلو او پراختیایي چارو هم خبرې کړې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 131803

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/131803/

جمهور
  https://www.jomhornews.com