د کورنیو چارو وزارت:

طالبانو په شپږو میاشتو کې ۳۵۰۰ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې

1 میزان 1399 ساعت 10:50

د کورنیو چارو وزارت وايي، وسله والو طالبانو په تېرو شپږو میاشتو کې د وسله والو بریدونو او ماین چاودنو پر مټ ۳۵۰۰ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.


د کورنیو چارو وزارت وايي، وسله والو طالبانو په تېرو شپږو میاشتو کې د وسله والو بریدونو او ماین چاودنو پر مټ ۳۵۰۰ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د دغه وزارت ویاند طارق ارین چې نن سه شنبې د تلې اوله د رسنیو مرکز کې یوې خبري ناستې ته خبرې کولې و ویل، چې طالبانو په تېرو شپږو میاشتو کې په ټول هېواد کې ۷ زره بریدونه کړي دي.

د هغه په وینا په دغه بریدونو کې ۳۵۰۰ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نوموړي دا هم و ویل، چې افغان ځواکونه له تېرو شپږو میاشتو راهیسې په دفاعي حالت کې دي خو که طالبان کوم خوځښت وکړي، چې زیان یې ملکي وګړو او عامه تاسیساتو ته زیان واوړي، افغان ځواکونه حتمآ دفاع کوي.

د هغه په وینا دفاعي حالت په دې مانا نه دی چې طالبان څه غواړي هغه دې وکړي بلکې امنیتي ځواکونه به یې هېڅ وخت خپلو موخو ته پرېنږدي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند وایي، افغان ځواکونو په همدې شپږ میاشتې وخت کې ۱۳۰۰ کړۍ ماینونه شنډ کړي او دغه راز یې ۱۰ زره کیلوګرامه چاودېدونکي توکي نیولي دي.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
 


د مطلب کود: 131807

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/131807/

جمهور
  https://www.jomhornews.com