د نیله باغ پروژې لومړي فاز د ۱۴۰۰ اپارتمانونو د کار پیلولو تړون لاسلیک شو

1 میزان 1399 ساعت 14:33

د کابل ښار د دارالامان په نیله باغ سیمه کې د استوګنې د ۱۴۰۰ اپارتمانونو د جوړولو پروژې د لومړي فار کار پیلولو تړون له یوه چنايي شرکت سره لاسلیک شو.


د کابل ښار د دارالامان په نیله باغ سیمه کې د استوګنې د ۱۴۰۰ اپارتمانونو د جوړولو پروژې د لومړي فار کار پیلولو تړون له یوه چنايي شرکت سره لاسلیک شو.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه تړون نن سه شنې د تلې اوله د ولسمشر محمد اشرف غني په حضور کې د ښارجوړولو او ځمکو وزارت او د چین هیواد 19MCC شرکت ترمنځ لاسلیک شو.

په دغو مراسمو کې چې په همدې موخه په چهارچنار ماڼۍ کې جوړ شوي و، په کې د ولسمشر مرستیالانو او په کابل کې د چین هیواد سفیر هم حضور درلود.

، یاد هوکړه لیک د ښارجوړولو او ځمکو وزارت سرپرست او د چین هیواد 19MCC شرکت مدیر لاسلیک کړ.

د یاد ښارګوټي جوړولو پروژې هوکړه لیک په ۲۰۱۵ کال کې د افغان دولت او چین ولسي جمهوریت ترمنځ شوی و او لمخې یې د چین ولسي جمهوریت د استوګنې د ۱۰ زره اپارتمانونو جوړولو ژمنه کړې وه.

د ارګ خبرپاڼه وایي، د دغه اپارتمانونو له ډلې نن د استوګنې د ۱۴۰۰ اپارتمانونو جوړولو تړون چې په پنځو پوړونو کې د استوګنې ۵۶ بلاکونه دي، لاسلیک شو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 131816

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/131816/

جمهور
  https://www.jomhornews.com