د امریکا دفاع وزارت:

ځواکونه کموو خو د افغان ځواکونو ملاتړ او روزنې ته دوام ورکوو

2 میزان 1399 ساعت 7:56

د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون یو ځل بیا ویلي، چې د نومبر میاشتې تر پای پورې به له افغانستان څخه خپل یو شمېر ځواکونه وباسي.


د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون یو ځل بیا ویلي، چې د نومبر میاشتې تر پای پورې به له افغانستان څخه خپل یو شمېر ځواکونه وباسي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د پنټاګون په خبرپاڼه کې راغلي، امریکا پلان کې لري، چې د نومبر تر پای پورې افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر تر پنځه زره راکم کړي.

په اعلامیه کې ویل شوي، چې د ولسمشر ټرمپ په سپارښتونو او د امریکا او طالبانو تر منځ د شوې هوکړې پر بنسټ به په افغانستان کې د خپلو ځواکونو کمولو ته ادامه ورکړي.

خو په ورته وخت کې زیاتوي، چې امریکا د ځواکونو له کمولو سره سره په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت ته ژمنه ده او د افغان ځواکونو روزنې ته به هم ادامه ورکوي.

پنټاګون وايي امریکا هڅه کوي په ۲۰۲۱ز کال کې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر صفر ته راښکته کړي خو دغه پرېکړه په حالاتو پورې تړلې ده او د افغانستان وضعیت ته په کتو به د سرتېرو د بشپړ وتلو په اړه اقدامات کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 131827

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/131827/

جمهور
  https://www.jomhornews.com