په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي سټیفانو پونتیکور د ملي روغې جوړې د عالي شورا ډاکتر عبدالله عبدالله سره پر سوله خبرې کړې دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ملي روغې جوړې عالي شورا مطبوعاتي دفتر وايي، د عبدالله او پونتیکور لیدنه پرون سه شبنې د تلې اوله په سپېدار ماڼۍ کې شوې ده.
سرچینه زیاتوي، په دغه لیدنه کې دواړو لوریو د افغان سولې په ځانګړي ډول د قطر پلازمېنه دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ پر مخامخ خبرو بحث کړی دی.
په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي په خپلو خبرو کې ویلي، ناټو تمه لري، چې افغان جګړه ژر تر ژره پای ته ورسېږي.
پونتیکور زیاته کړې دوی تمه لري، چې د افغان سولې مذاکرات په لوړي پړاو کې پایلې ولري او دلته د روان تاوتریخوالي د پای ته رسېدو سبب شي.
د ناټو ملکي استازي زیاته کړې، چې ناټو د افغانستان د سولې له پروسې بشپړ ملاتړ کوي، خو تر څنګ یې د افغان ځواکونو ملاتړ ته هم ادامه ورکوي.
دا په داسې حال کې ده، چې اروپا کې د ناټو ځواکونو عمومي قومندان هم له ولسمشر سره په لیدنه کې ویلي، له افغان ځواکونو او افغان حکومت به د ناټو ملاتړ دوامداره وي او د افغان ځواک په پیاوړتیا کې به لا ډېرې هڅې کوي.
د یادونې ده، چې د امریکا دفاع وزارت هم په تازه اعلامیه کې ویلي، چې دوی افغانستان کې خپل سرتېري کموي، خو په وینا یې د افغان ځواکونو ملاتړ او رونې ته به د غوڅ ملاتړ مامویت په چوکاټ کې ادامه ورکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل