غزني کې د سړک د غاړې ماین چاودنې ۷ پولیس وژلي دي

2 میزان 1399 ساعت 8:13

سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې غزني ولایت کې پولیسو پر رنجر موټر د سړک د غاړې ماین چاودنه کې ماین چاودنه شوې ده.


سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې غزني ولایت کې پولیسو پر رنجر موټر د سړک د غاړې ماین چاودنه کې ماین چاودنه شوې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه پرون سه شنبې د تلې اوله د غزني د مرکز اړوند د روضې کوتل په سیمه کې د پولیسو په رنجر موتر شوې ده.

د غزني د امنیه قوماندانۍ ویاند احمدخان سیرت وايي، چاودنه مازیګر شاوخوا څلور بجې شوې، چې له امله یې څلور پولیس وژل شوي دي.

خو په ورته وخت کې د غزني د ملکي روغتون چارواکي وايي، د پېښې له ځایه دوی ته ۷ مړي وروړل شوي، چې ټول نظامیان دي.

تر اوسه د دغه برید مسوولیت چا نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:غزني
 
 


د مطلب کود: 131829

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/131829/

جمهور
  https://www.jomhornews.com