خلیلزاد:

امریکا اجازه نه ورکوي، چې افغانستان کې د ۱۹۹۰ کال پېښې تکرار شي

2 میزان 1399 ساعت 8:27

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمی خلیلزاد په تازه څرګندونو کې ویلي، امریکا به هېڅکله اجازه ورنکړي، چې افغانستان کې د ۱۹۹۰ کال پېښې بیا تکرار شي.


د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمی خلیلزاد په تازه څرګندونو کې ویلي، امریکا به هېڅکله اجازه ورنکړي، چې افغانستان کې د ۱۹۹۰ کال پېښې بیا تکرار شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې خلیلزاد دغه څرګندونې د افغان سولې او له طالبانو سره د امریکا د تړون په تړاو د امریکا د استازو د پوښتنو په ځواب کې کړې دي.

خلیلزاد ویلي، که څه هم د امریکا او طالبانو هوکړه تر اوسه په سیمه توګه نه ده، عملي شوې خو په وینا یې دا تړون د امریکا لپاره یو ویاړ دی.

نوموړي زیاته کړې، چې دوی اوس هم د افغان سولې په پروسه کې دخیل دي، هر څه له نېږدې څاري او خپل نظریات یې په واضح توګه بیان کړي دي.

دی وايي، امریکا به ټولې هغه غوښتنې بیا بیا په مذاکراتو کې مطرح کوي چې هغه د هر افغان حق خوندي کړي.

هغه امریکايي استازو ته ډاډ ورکړی چې بین الافغاني مذاکرات به بریالي کېږي او په افغانستان کې به د روانې جګړې د درېدو سبب شي.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي دا هم ویلي، چې د شوروي تر وتلو وروسته د افغان مشرانو غیر معقول چلند افغانستان د جګړو په ډګر بدل کړ.

خو ټینګار یې کړي، چې امریکا به هېڅ وخت اجازه ور نه کړي چې په دغه هېواد کې د ۱۹۹۰ز کال پېښې بیا تکرار شي او افغان مشران په خپلو کې په جګړو اخته شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 131830

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/131830/

جمهور
  https://www.jomhornews.com