هلمند کې یوه نفوذي کس د قوماندان په ګډون پنځه پولیس وژلي دي

2 میزان 1399 ساعت 8:38

سیمه ییز چارواکي وايي، هلمند ولایت کې د یوه نفوذي برید په ترڅ کې د یوه قوماندان په ګډون پنځه پولیس وژل شوي دي.


سیمه ییز چارواکي وايي، هلمند ولایت کې د یوه نفوذي برید په ترڅ کې د یوه قوماندان په ګډون پنځه پولیس وژل شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه پرون سه شنبې د تلې اوله سهار مهال د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

یوه امنیتي سرچینه وایي، یو تن نفوذي کس د پولیسو په یوه پوسته کې له هغوی سره د سهار تر چای څښلو وروسته پر پولیسو برید کړی او د قوماندان عبدالباري په ګډون یې پنځه پولیس وژلي دي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک هم د برید پخلی کوي خو وايي، په دغه پېښه کې درې پولیس وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

تر اوسه د دغه برید مسوولیت کومې ډلې نه دی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون په غزني کې ولایت کې هم د سړک د غاړې په ماین چاودنه کې ۷ پولیس وژل شوي دي.

جمهورخبري آژانس:هلمند
 


د مطلب کود: 131832

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/131832/

جمهور
  https://www.jomhornews.com