د ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال ټاډ والټرز وایي، له افغان ځواکونو او افغان حکومت به د ناټو ملاتړ دوامداره وي او د افغان ځواک په پیاوړتیا کې به لا ډېرې هڅې وکړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ناټو عمومي قوماندان جنرال والټرز دغه څرګندونې پرون سه شنبې د تلې اوله د افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره په لیدنه کې کړې دي.
ارګ وايي، په دغه کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، د ناټو د غوڅ ملاتړ قوماندان جنرال سکاټ مېلر او د ناټو ملکي سفیر هم برخه درلوده.
سرچینه وايي، په دې لینه کې دواړو لوریو د هیواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د دوامداره ملاتړ په اړه، بحث او خبرې وکړې.
د ناټو عمومي قوماندان د دغه سازمان د سرمنشي ینس سټولټنبرګ پیغام او نېکې هیلې ولسمشر غني ته وړاندې کړې او له افغانستان څخه یې د یاد سازمان د ملاتړ ډاډ ورکړی دی.
جنرال ټاډ والټرز ویلي، له افغانستان څخه د ناټو سازمان ملاتړ دوامدار دی او تر هغو یې چې افغانان غواړي، دوام به ولري.
په ورته وخت کې ښاغلي غني هم له افغانستان په ځانګړي ډول د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ له امله د ناټو سازمان د همکاریو قدرداني وکړه.
د یادونې ده، چې د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازي هم پرون له عبدالله عبدالله سره په لیدنه کې ویلي، چې ناټو د افغان حکومت او افغان ځواکونو ملاتړ ته ژمنه ده او خپل ملاتړ ته به دوام ورکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل