کونړ کې ۱۲ تنو ملکي وګړو او افغان پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

2 میزان 1399 ساعت 12:32

سیمه ییز چارواکي وايي، کونړ ولایت کې د دوه جلا امنیتي پېښو له امله د ملي اردو د سرتېرو په ګډون ۱۲ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


سیمه ییز چارواکي وايي، کونړ ولایت کې د دوه جلا امنیتي پېښو له امله د ملي اردو د سرتېرو په ګډون ۱۲ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دواړه پېښې پرون سه شنبې د تلې اوله د کونړ ولایت په غازي اباد ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې دي.

د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم وايي، د غازي آباد ولسوالۍ په جلا سیمه کې طالبانو د افغان پوځ په یوه مرکز برید کړی، چې یو پوځي یې وژلی او دوه نور یې تپیان کړي دي.

د هغه په وینا په همدې ورځ د یادې ولسوالۍ په یوه کور کې د هاوان مرمۍ لګېدلې، چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۹ تنه ټپیان شوي دي.

خو د کونړ روغتیايي چارواکي وايي، دوی ته د یوه سرتېري جسد او ۱۰ ټپیان وروړل شوي، چې اته تنه یې ملکي وګړي ښځې او ماشومان دي.

تر اوسه د دغه بریدونو مسوولیت چا نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:کونړ
 
 


د مطلب کود: 131842

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/131842/

جمهور
  https://www.jomhornews.com