د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت:

د دوحې خبرو کې باید رسنۍ فعال حضور ولري تر څو ملت له جزیاتو خبر شي

2 میزان 1399 ساعت 12:47

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکي او د رسنیو مسوولین وایي، د دوحې په بین الافغاني خبرو کې باید رسنۍ فعال حضور ولري تر څو ملت د سولې د خبرو له جزیات خبر وي.


د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکي او د رسنیو مسوولین وایي، د دوحې په بین الافغاني خبرو کې باید رسنۍ فعال حضور ولري تر څو ملت د سولې د خبرو له جزیات خبر وي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دا خبره د یاد وزارت د نشراتو معین عبدالمنان شیوای شرق او د ځینو رسنیو مسوولینو او استازو نن چهارشنبې د تلې ۲مه په دغه وزارت کې د یوې خبري غونډې پر مهال وکړه.

شیوای شرق په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو د مذاکراتي ټېمونو ترمنځ روانو خبرو کې د رسنیو د فعال رول پر نشتوالی انتقاد وکړ ویې ویل، خلک باید د سولې خبرو په اړه معلومات ولري.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معین زیاته کړه چې په یادو مذاکراتو کې د رسنیو د حضور په اړه د خبریالانو غوښتنه پر حق ده.

هغه و ویل«موږ هیله کوو چې هم د افغان حکومت رهبري او هم په دوحه کې د طالبانو مذاکراتي پلاوی د افغانستان ازادي رسنۍ مشخصي کړي، تر څو هغه څه چې جریان لري، سانسور نشي او د افغانستان خلکو ته د خبریالانو د ټولنې له لارې معلومات ورسیږي.»

د نوموړي په وینا د افغانستان اطلاعاتو ته د لاسرسي او رسنیو قانون له مخې سانسور د قانون خلاف عمل دی او د افغانستان حکومت د بیان ازادۍ ته ژمن دی.

بل خوا د کلید ګروپ رسنیو مشرې نجیبه ایوبي په دې خبري ناسته کې و ویل، د افغانستان حکومت ژمنه کړې چې له قطر څخه راګرځېدلي خبریالان بیرته دوحې ته ولیږي.

د هغې په وینا د افغان حکومت طالبانو مذاکراتي ټېمونه مسؤلیت لري چې د خبرو روان جریان له خبریالانو سره شریک کړي، تر څو د افغانستان خلکو ته یې ورسوي.

دا په داسې حال کې ده چې قطر ته د افغان سولې په اړه خبري پوښښ لپاره یو شمېر خبریالان د بین الافغاني خبرو تر پرانیست غونډې یوه ورځ وروسته بیرته کابل ته ستانه شوي دي.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
 
 


د مطلب کود: 131846

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/131846/

جمهور
  https://www.jomhornews.com