د امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکار:

د امریکا دولت کې ځینې پټې کړۍ هڅه کوي د افغان سولې پروسه تخریب کړي

2 میزان 1399 ساعت 13:56

د امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکار مکماسټر په تازه څرګندونو کې ادعا کړې، چې د امریکا په دولت کې ځینې پټې کړۍ د افغان سولې د تخریب په لټه کې دي.


د امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکار مکماسټر په تازه څرګندونو کې ادعا کړې، چې د امریکا په دولت کې ځینې پټې کړۍ د افغان سولې د تخریب په لټه کې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې مکماسټر یواس‌اې ټودې، سره په تازه مرکه کې ویلي د امریکا دولت کې ځينې پټې کړۍ له افغانستانه د امریکایي سرتېرو وتلو سره مخالفې دي او د یو شمېر رسنیو په مرسته هڅه کوي د افغان سولې پروسه تخریب کړي.

نوموړي له افغانستان د امریکايي ځواکونو ایستلو ته په اشارې زیاته کړې، چې امریکا دا ځل د سپټمبر د ۱۱مې تر پېښې ستر خطر ته ځان ورکړی، ځکه ترهګرې ډلې تر پخوا ډېرې پیاوړې شوې دي.

مک ماسټر د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې تړون ته په اشارې ویلي، یاد تړون طالبانو ته اجازه ورکړې چې تر خپل کنټرول لاندې ساحې لا پراخې کړي.

باید و ویل شي، چې مک ماسټر تر وړاندې هم له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو له وتو سره مخالفت کړی او ویلي یې دي، چې د ولسمشر ټرمپ دغه کار امریکا او نړۍ ته ستر ګواښ پېښولی شي.

مکماسټر یو ځل ویلي وو، که د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په بېره د سرتېرو د ایستلو پرېکړه وکړي دا به یوه لویه تېروتنه وي.

د مکماسټر په وینا امریکا باید د افغان دولت او امنیتي ځواکونو دوامداره ملاتړ ته دوام ورکړي او یوازې یې پرېنږدي.

هغه پر ټرمپ غږ کړي، چې باید د خپلو متحدیتونو له څندې ته کولو او دغه راز د ځواکونو د ایستلو له عجولانه پرېکړې تېر شي.

ده یو ځل بیا پر ټرامپ دا نیوکه هم کړې، چې له طالبانو سره یې د دوحې په مذاکراتو کې دغه ډلې ته ډېر امتیازات ورکړي دي.

نوموړي څو ورځې وړاندې هم پر ټرمپ نیوکه کړې وه، چې د طالبانو لاس یې نیولی او افغان دولت او امنیتي ځواکونو ته یې شاه کړې ده.

د امریکا د ملي امنیت پخوانی سلاکار دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې څو ورځې وړاندې ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته و ویل، چې طالبانو هوښیا او چالاک خلک دي او امریکا ورسره ښه معامله کولی شي.
 
جمهورخبری آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 131850

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/131850/

جمهور
  https://www.jomhornews.com