د هېواد لومړۍ مېرمن: افغانان تحمیلي سوله نه مني

3 میزان 1399 ساعت 8:11

د هېواد لومړۍ مېرمن بي بي ګل غني وايي، روانه جګړه پر افغانانو تپل شوې، نو ځکه باید تحمیلي سولې ته تسلیم نه شي او و یې نه مني.


د هېواد لومړۍ مېرمن بي بي ګل غني وايي، روانه جګړه پر افغانانو تپل شوې، نو ځکه باید تحمیلي سولې ته تسلیم نه شي او و یې نه مني.

د جمهور آژانس د خبر له مخې مېرمن غني دغه څرګندونې پرون چهارشنبې د تلې ۲ مه د سولې په چارو کې د دولت وزارت له خوا د سولې د نړیوالې ورځ مناسبت جوړه شوې غونډه کې کړې دي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت خبرپاڼه وايي، په دغه غونډه کې مېرمن غني و ویل، چې روانه جګړه پر افغانانو تپل شوې او تحمیلي سوله باید ونه مني.

د هېواد لومړۍ مېرمن  بي بي ګل په ټينګار سره ویلي، داسې سوله باید راشي چې د خلکو د غوښتنو پر اساس، تل پاتې او باعزته وي.

دغه غونډې ته د ملي روغې جوړې عالي شورا مرستیال مولوي عطاالرحمن سلیم ویلي، باید د جګړې د قربانیانو خبرې، مشورې او نظرونه واورېدل شي او ګټه ترې واخیستل شي.

دی وايي،  د حکومت مذاکراتي پلاوی ټولشموله دی چې د ټول ملت نظرونه، وړاندیزونه او طرحو ته درناوی او پرېکړې به یې په پام کې ونیول شي.

مولوي سلیم مذاکرات د سولې بهیر لپاره یو مهم فرصت وباله او زیاته یې کړه چې د نقد او تخریب پر ځای دې ټول ملت د مذاکره‌کوونکي پلاوي هر اړخیز ملاتړ وکړي.

په ورته مهال د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون رئیسې شهرزاد اکبر وویل که د جګړې د قربانیانو حقونو ته رسېدنه ونه شي، سولې ته رسېدل به ستونزمن وي.

نوموړي د سولې خبرو په روانو مذاکراتو کې د قربانیانو حقونو پر بحث ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې له مذاکره‌کوونکي پلاوي سره د قربانیانو د استازو د مخامخ خبرو زمینه دې برابره شي.

په یاده ناسته کې د حج او اوقافو وزارت مرستیال عثمان طارق هم د سولې په هوکړه لیک کې د جنګي مجرمینو او د جګړې قربانیانو په نه هېرېدو ټینګار وکړ.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 131859

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/131859/

جمهور
  https://www.jomhornews.com