عادله راز: د سولې خبرو کې باید د ښخو پر حقونو معامله ونه شي

3 میزان 1399 ساعت 8:16

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازې عادله راز وايي، افغان مېرمنې د سولې په خبرو کې د خپلو حقوقو په اړه اندېښنه لري.


په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازې عادله راز وايي، افغان مېرمنې د سولې په خبرو کې د خپلو حقوقو په اړه اندېښنه لري.

د جمهور آژانس د خبر له مخې مېرمن راز ویلي، افغان مېرمنې له طالبانو سره په روانو خبرو کې د خپلو حقوقو په اړه اندېښنه لري.

نوموړې زیاته کړې،  نړیوالې ټولنې ته په کار ده چې د سولې په روانه پروسه کې د ښځو پر اساسي حقوقو چې طالبانو د خپلې واکمنۍ پر مهال نه و مراعات کړي، ټینګار وکړي.

د نوموړې په وینا ښځې باید د کار او زده کړو حق ولري او وکړی شي په ازادانه توګه خپلې خبرې وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمی خلیلزاد کانګرس ته ډاد ورکړی، چې د سولې خبرو کې به د ښځینه وو پر حقونو به معامله نه کېږي او له طالبانو سره پر دې مسایلو واضح بحثونه کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 131860

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/131860/

جمهور
  https://www.jomhornews.com