افغان لوړ پوړي امنیتي چارواکي او په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر وایي، ټوله نړۍ د طالبانو تاوتریخوالي ته متوجه ده او باید دغه تاوتریخوالی کم کړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د افغان پوځ مشر جنرال یاسین ضیا، د کورنیو سرپرست مسعود انداربي او د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال مېلر دغه څرګندونې پرون چهارشنبې د تلې ۲ مه کندهار ولایت ته تر رسېدو وروسته وکړې.
دغه چارواکو د کندهار والي حیات الله حیات او د امنیه قوماندانۍ قوماندان جنرال تادین خان سره ولیدلي او په امنیتی حالت یې خبرې ورسره وکړې.
د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي ویلي، په داسې حال کې، چې افغان ځواکونه په دفاعي حالت کي قرار لري طالبانو د تل په څېر خپلو ترهګریزو بریدونو ته دوام ورکړی دی.
د پوځ مشر جنرال ضیا هم همدا خبره وکړه، ویې ویل چې،طالبان د سولې له روانو مذاکراتو څخه ناوړه ګټه اخلي.
نوموړي زیاته کړه، طالبانو د سړک غاړې او پرسونل ضد ماینونو په شمول خپلو بریدونو ته زور ورکړی، خو زیاتوي چې امنیتي سرتېرو ورته سخت تلفات ور اړولي دي.
د نوموړي په وینا طالبان خپلو ژمنو ته وفادار نه دي او هڅه کوي چې خلک ناارامه کړي.
په ورته وخت کې جنرال سکاټ میلر هم د طالبانو وروستیو بریدونو او د تاوترخوالي زیاتوالي ته په اشارې سره ویلي، چې ټوله نړۍ دې حالت ته متوجه ده او باید تاوتریخوالي راکم کړل شي.
طالبانو تر اوسه د یادو چارواکو د څرګندونو په هکله کوم غبرګون نه دی ښودلی.
جمهورخبري آژانس:کابل