د امریکا دفاع وزارت:

له افغانستانه د سرتېرو ایستلو وروسته هم عملیات کولی شو

3 میزان 1399 ساعت 9:35

د امریکا د دفاع وزارت لوړ پوړو امنیتي چارواکو ویلي، د سرتېرو تر ایستلو وروسته هم که اړتیا پېښه شي په افغانستان کې عملیات ترسره کولی شي.


د امریکا د دفاع وزارت لوړ پوړو امنیتي چارواکو ویلي، د سرتېرو تر ایستلو وروسته هم که اړتیا پېښه شي په افغانستان کې عملیات ترسره کولی شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط واشنګټن ټایمز ته ویلي، چې له افغانستان نه د سرتېرو ایستل او حضور په حالاتو پورې تړلی دی.

دغه چارواکو ټینګار کړی، که سرتېري له افغانستان وباسي هم، خو دا د دفاع وزارت تګلاره ده چې د اړتیا په صورت کې به د اهدافو د نښه کولو لپاره عملیات کوي.

چارواکو زیاته کړې، که جګړې زیاتېږي نو امریکایي ځواکونه به د وتلو پر پرېکړه له سره کتنه کوي.

د پنټاګون دغه چارواکو له طالبانو هم غوښتي چې مذاکرات مانا دار کړي، جګړې کمې کړي او په تاوتریخوالي کې کموالی راولي.

د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم و ویل، چې په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر کموي خو په وینا یې په دې اړه به نهايي پرېکړه وروسته وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 131868

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/131868/

جمهور
  https://www.jomhornews.com