۰
ازبکستان:

ملګري ملتونه دې افغانستان کې د دایمي سولې لپاره همکاري وکړي

پنجشنبه ۳ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۰۵
د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضایوف وايي، ملګري ملتونه دې له افغانستان سره د دایمي سولې ته د رسېدو او پرمختګ په برخه کې مرسته وکړي.
ملګري ملتونه دې افغانستان کې د دایمي سولې لپاره همکاري وکړي
د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضایوف وايي، ملګري ملتونه دې له افغانستان سره د دایمي سولې ته د رسېدو او پرمختګ په برخه کې مرسته وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي میرضایوف چې د ملګرو ملتونو ۷۵ عمومي اسمبلې ته وینا کوله ویلي،افغانستان د مرکزي اسیا له مهمو هېوادونو دی او د دغه هېواد ثبات د ټولې سیمې لپاره مهم دی.

د ازبکستان ولسمشر ټینګار کړی، چې د ملګرو ملتونو سازمان باید په افغانستان کې له دایمي پرمختګ، سولې او په دغه هېواد کې دې د دایمي ثبات له راتګ سره پوره همکاري وکړي.

 هغه وایي دوی له افغانستان سره ښې اړیکې لري او د مرکزي اسیا هېوادونو په ګڼو غونډو کې د افغانستان له پرمختګ او امنیت سره پر همکارۍ ټینګار کړی دی

 د ازبکستان ولسمشر دغه راز پر نړیوالو غږ کړی چې په نږدې همکاریو او د سولې له پروسې په ملاتړ افغانان دایمي ثبات او سولې ته ورسوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي