ولسمشر غني له عمران خان سره پر سوله او اوربند خبرې کړې

5 میزان 1399 ساعت 8:21

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره پر افغان سوله او اوربند خبرې کړې دي.


افغان ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره پر افغان سوله او اوربند خبرې کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ارګ خبرپاڼه وايي، ولسمشر غني اوعمران خان د ټليفوني اړیکې له لارې د دواړو هېوادونو د اړيکو، سولې پروسې او په افغانستان کې د اوربند د ټينګښت په اړه خبرې کړې دي.

خبرپاڼه زیاتوي، په دې ټلیفوني مکالمه کې ولسمشر غني د اوربند په ټينګښت ټينګار وکړ او د پاکستان لومړي وزير ته يې افغانستان ته د رسمي سفر بلنه ورکړه.

د پاکستان لومړي وزير عمران خان ویلي، دوی په افغانستان کې د اوربند ټينګښت بشپړ ملاتړ کوي او په نېږدې راتلونکې کې به کابل ته سفر وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې ټاکل شوې ده، د افغانستان د ملي روغې جوړې شورا رییس ډاکتر عبدالله عبدالله دراتلونکې دوشنبې په ورځ اسلام اباد ته سفر وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 131894

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/131894/

جمهور
  https://www.jomhornews.com