کندهار کې پر یوه ماشوم ۷ تنه جنسي تېري کوونکي ونیول شول

6 میزان 1399 ساعت 8:06

د کورنیو چارو وزارت وايي، کندهار کې یې پر یوه ۱۳ کلن ماشوم ۷ تنه جنسي تېري کوونکي چې ډېری یې پولیس دي نیولي دي.


د کورنیو چارو وزارت وايي، کندهار کې یې پر یوه ۱۳ کلن ماشوم ۷ تنه جنسي تېري کوونکي چې ډېری یې پولیس دي نیولي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پر دغه ۱۳ کلن ماشوم د جنسي تېري پېښه څو ورځې وړاندې د کندهار ولایت د ډنډ ولسوالۍ په کارېزک سیمه کې رامنځ ته شوې وه.

دغه ماشوم د یوه دوکاندار زوی و چې د پلار په وینا یې په سیمه کې د پولیسو یوه قوماندان ملا روزي له خوا په زور پوستې ته وړل شوی وو.

د یاد ماشوم پلاوی وایي، دغه قوماندان او ورسره نورو ۶ تنو پولیسو د ده پر زوی جنسي تېری کړی و، چې وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړه.

د پلار په وینا یې دغه پولیسو د ده زوی ته لومړی سختې شکجې ورکړې وې او وروسته یې پرې ډلیز تېری کړی و.

د دغه پېښې تر رامنځ ته کېدو وروسته امنیتي بنسټونه لاس په کار شوي او اوس د کورنیو چارو وزارت وايي، دغه تېري کوونکي یې نیولي دي.

د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، څو ورځې مخکې پر يوه ۱۳ کلن ماشوم تر ډله ييز جنسي تيري ورورسته چې له امله يې ياد ماشوم ساه ورکړه، ۷ کسان نیولي دي.

دغه وزارت وایي په نیول شویو کسانو کې شپږ امنيتي سرتيري او يو بل ملکي وګړی شامل دي، چې په لومړنیو تحقیقاتو کې یې پر خپل جرم اعتراف کړی دی.

د یادونې ده، چې پرون په کاپسا ولایت کې بیا پر دوه پېغلو نجونو د غیر مسوولو وسله والو کسانو له خوا ډلیز جنسي تېری شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کندهار
 


د مطلب کود: 131929

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/131929/

جمهور
  https://www.jomhornews.com