ډاکتر عبدالله سبا پاکستان ته ځي

6 میزان 1399 ساعت 10:17

ټاکل شوې د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس ډاکتر عبدالله عبدالله سبا دوشنبې د تلې ۷ مه پاکستان ته ولاړ شي.


 ټاکل شوې د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس ډاکتر عبدالله عبدالله سبا دوشنبې د تلې ۷ مه پاکستان ته ولاړ شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د یادې شورا ویاند فریدون خوځون وايي، پاکستان ته د ښاغلي عبدالله د سفر موخه د سولې په برخه کې د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع پیاوړي کول دي.

عبدالله د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان په رسمي بلنه پاکستان ته ځي، خو دا چې په پلاوي کې به نور څوک ورسره وي تر اوسه یې معلومات نشته.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان څو ورځې وړاندې له عبدالله سره د افغان سولې او په قطر کې د روانو مذاکراتو په اړه خبرې اترې وکړې او خان عبدالله ته پاکستان ته د سفر بلنه ورکړه.

عمران خان په تازه څرګندونو کې ویلي، د افغانستان سوله د ټولې سیمې لپاره مهمه ده او دوی په دې برخه کې پراخې هڅې کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 131934

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/131934/

جمهور
  https://www.jomhornews.com