عمران خان:

د سولې خبرې به ستونزې ولرې، خو افغان جګړه ختمېدو ته نېږدې شوې

6 میزان 1399 ساعت 12:08

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وايي، سره له دې چې د سولې خبرې به ستونزې ولري، خو په وینا یې افغان جګړه نوره ختمېدو ته نېږدې شوې ده.


د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وايي، سره له دې چې د سولې خبرې به ستونزې ولري، خو په وینا یې افغان جګړه نوره ختمېدو ته نېږدې شوې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې عمران خان دغه څرګندونې واشنګټن پوست ورځپاڼې ته په یوه مقاله کې کړې او لیکلي یې دي، چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د خبرو له امله افغان جګړه ختمېدو ته نېږدې شوې ده.

نوموړي په دغه مقاله کې زیاته کړې، که څه هم په دې برخه کې به ستونزې وي، خو ټول اړخونه باید زغم او حوصله ولري.

عمران خان لیکلي«په افغانستان کې د سولې په اړه خبرې کېدایشي له ستونزو سره مخ وي، خو د ټولو اړخونو صبر او حوصلې ته اړتیا لري، کېدای شي پرمختګ وکړي، خو ستونزې به وي،کېدای شي کله ناکله به ګډوډي وي، ځکه چې افغانان د خپل راتلونکي لپاره کار کوي.

ده ویلي، له بهرني زور څخه په استفادې په افغانستان کې سوله او ثبات نشي راتلی، بلکې یوازې د افغانانو په مالکیت او مشرۍ د روغې جوړې له لارې راتلی شي.

د پاکستان لومړي وزیر د سولې خبرو په جریان کې په افغانستان کې د ښکېلو اړخونو ترمنځ د تاوتریخوالي پر کمېدو هم ټينګار کړی دی.

د نوموړي د سپټمبر پر ۱۲مه په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو پيلېدل د افغانستان، سیمې او پاکستان لپاره هیله بخښوونکي بللي دي.

دی وايي، د افغانستان کړکېچ تر افغانانو وروسته د پاکستان پر اقتصادي وضعیت هم منفي اغېز کړی دی.

عمران خان په پاکستان کې د مخدره موادو او وسلو تور بازر پراخېدل د افغان جګړې د اغېزو له امله بللی دی.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان یو ځل بیا ویلي، تر چې افغانستان کې سولې ټینګه نشي، پاکستان کې هم سوله نشي راتلی.

جمهورخبري اژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 131936

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/131936/

جمهور
  https://www.jomhornews.com