پولیسو کابل کې د چاودېدونکو توکو ډک موټر نیولی دی

6 میزان 1399 ساعت 14:19

د کورنیو چارو وزارت وايي، پلازمېنه کابل کې یې د چاودېدونکو توکو ډک مازدا موټر له موټر چلوونکي سره یو ځای نیولي دي.


د کورنیو چارو وزارت وايي، پلازمېنه کابل کې یې د چاودېدونکو توکو ډک مازدا موټر له موټر چلوونکي سره یو ځای نیولي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن یکشنبې د تلې ۶ مه یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه موټر تېره شپه د کابل ښار په نهمه ناحیه کې نیول شوی دی.

سرچینه وايي، په نیول شوي مازدا موټر کې ۴ ټنه امونیم نایتریت ځای پر ځای شوي و، چې وسله وال مخالفین یې په بمي چاودنو کې کاروي.

د کورنیو چارو وزارت زیاتوي، چې د یادو موادو په تړاو یې موټر چلوونکی هم نیولی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 131943

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/131943/

جمهور
  https://www.jomhornews.com