کندهار: سږ کال په هدفي وژنو کې ۳۴۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

6 میزان 1399 ساعت 14:29

د کندهار د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، سږ کال په دغه ولایت کې په هدفي وژنو کې ۳۴۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


د کندهار د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، سږ کال په دغه ولایت کې په هدفي وژنو کې ۳۴۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یاد کمېسیون ویلي، دغه بریدونه سږ کال د روژې میاشتې راهیسې تر اوسه پورې شوې دي.

د سرچینې په وینا په دغه بریدونو کې ۲۲۰ تنه وژل شوي او ۱۲۰ نور ټپیان شوي دي.

د کندهار د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون په وینا دغه بریدونه عمومآ د موټر سایکل سپرو له خوا پر قومي مشرانو، امنیتي ادارو پر کارکوونکو او پولیسو تر سره شوي دي.

د یادونې ده چې په دې وروستیو کې په کندهار ولایت کې د هدفي وژنو ترڅنګ له ښځو او کم عمره ځوانانو سره تاوتریخوالی زیات شوی او دغه ولایت په یو نا امنه ځای بدل شوی دي.

تازه څو ورځې وړاندې د کندهار په ډند ولسوالۍ کې د یوې امنیتي پوستې قوماندان له شپږو نورو پولیسو سره یو ځای پر یوه ۱۳ کلن ماشوم جنسي تېری کړی و، چې ماشوم په روغتون کې ساه ورکړه.

د کورنیو چارو وزارت هم د دغه خبر پخلی کړی وايي، مجرمین یې نیولي او په لومړیو پلټنو کې یې په خپل جرم اعتراف کړی دی.

جمهورخبري آژانس:کندهار
 


د مطلب کود: 131944

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/131944/

جمهور
  https://www.jomhornews.com