دوحه کې د سولې خبرې:

د تماس ډلو پرون هم ناسته کړې، خو بې نتیجې پای ته رسېدلې

7 میزان 1399 ساعت 8:16

د قطر پلازمېنه دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو د مرکچي پلاویو د تماس ډلو تر منځ بیا هم ناسته شوې، خو کومې پایلې ته نه دي رسېدلي.


د قطر پلازمېنه دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو د مرکچي پلاویو د تماس ډلو تر منځ بیا هم ناسته شوې، خو کومې پایلې ته نه دي رسېدلي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د تماس ډلو ناسته پرون یکشنبې د تلې ۶ مه ماښام مهال شوې، چې څو ساعته یې دوام درلود، خو د اجنډا پر ټاکلو بیا هم کومې هوکړې ته نه دي رسېدلي.

د حکومت د مرکچي پلاوی ویاند نادر نادري پر خپل ټوېټر پاڼه لیکلي، په دغه څو ساعته ناسته کې دواړو لورو د کړنلارې او اجنډا ټاکلو پر اختلافي ټکو بحث وکړ او دا خبرې به دوام ولري.
 
د طالبانو د قطر دفتر ویاند هم تایید کړې، چې د تماس ډلو پرون ناسته درلوده او په کې یې پر اصولو او کړنلارې خبرې وکړې.

دی هم وايي، دا خبرې د اجنډا او کړنلارې ټاکلو پر سر توافق ته د رسېدو په خاطر وې، چې دوام به ولري تر څو د سولې خبرې پیل شي.

د یادونې ده، چې د حکومت او طالبانو مرکچي پلاویو له تېرو دوه اوونیو راهیسې په دوحه کې خبرې پیل کړې، خو تر اوسه هم د کړنلارې او اجندا پر سر توافق ته نه دي رسېدلي.

د اجنډا او کړنلارې پر سر اختلافي ټکي دا دي، چې طالبان غواړي ټولې پرېکړې د حنفي فقې مطابق او د امریکا سره د شوي تړون پر بنسټ تر سره کړي، خو حکومتي لوری وايي، خبرې باید د امریکا او طالبانو د هوکړې پر بنسټ نه بلکې، د افغان ولسمشر او امریکا د دفاع وزر د هغه هوکړې پر بنسټ وي، چې د فبرورۍ په ۲۹ مه د دواړو لورو تر منځ لاسلیک شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 131955

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/131955/

جمهور
  https://www.jomhornews.com