نشنل انټرست:

د امریکا او طالبانو هوکړه تش په نامه ده، جګړه نه ده کمه شوې

7 میزان 1399 ساعت 8:25

نشنل انټرسټ نشریې په یوه مقاله کې لیکلي، چې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې شوې هوکړه تش په نامه ده، ځکه جګړه کې هېڅ کمی نه دی راغلی.


نشنل انټرسټ نشریې په یوه مقاله کې لیکلي، چې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې شوې هوکړه تش په نامه ده، ځکه جګړه کې هېڅ کمی نه دی راغلی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه نشریې ویلي، پر دغه هوکړه ټرمپ یوازې د خپلو سرتېرو د ایستلو لپاره لار جوړه کړې ده.

نشریه لیکي، د طالبانو سره د هوکړې تر شا د ټرمپ موخې تر ډېره اقتصادي وې او له امنیتي مسایلو سره یې دومره خواخوږي نه لري.

په مقاله کې راغلي، ټرمپ یوازې غواړي د افغان جګړې کلنی پنځوس میلیارده ډالر لګښت له خپلو اوږو لرې کړي او تر څنګ یې خپله هغه ژمنه پوره کړي چې ویل یې د امریکا ناپایه جګړې به پای ته رسوي.

دغه راز په مقاله کې ویل شوي، چې د دوحې هوکړې په لاسلیک جګړې نه دي کمې شوي، هره ورځ په افغانستان کې خونړۍ نښتې کېږي نو له همدې امله د طالبانو او امریکا هوکړه تش په نامه او دغه راز د ټرمپ لپاره د خټو پوزه وه، څو خپل سرتېري له افغانستان وباسي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 131957

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/131957/

جمهور
  https://www.jomhornews.com