د اذربایجان او ارمنستان تر منځ جګړه دوهمې ورځې ته وغځېده

7 میزان 1399 ساعت 11:24

د وروستیو راپورنو پر اساس د اذربایجاني او ارمنستاني ځواکونو تر منځ جګړه دوهمې ورځې ته وغځېده، چې ملکي وګړو ته هم په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.


د وروستیو راپورنو پر اساس د اذربایجاني او ارمنستاني ځواکونو تر منځ جګړه دوهمې ورځې ته وغځېده، چې ملکي وګړو ته هم په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې راپورونه وايي، جګړه په سرحدي سیمه نګورنو قرباغ سیمه کې ده او اذربایجان تر دې دمه له ارمنستان څخه اووه کلي نیولي دي.

د اذربایجان حکومت وايي، دوی پیاوړي دي او ژر تر ژره به په ډېرو سیمو کې د ارمنستان نفوذ ختم کړي.

دواړو لورو تر اوسه د مرګ ژوبلې په اړه دقیق معلومات نه دي خپاره کړي، خو وایي ملکي وګړو ته پکې درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

تېره ورځ د اذربایجان دوې چورلکې او درې بې پيلوټه الوتکه غورځول شوې وې.

په دغه جګړه کې ترکیې د اذربایجان ملاتړ کړی خو ایران بیا د دوه لورو تر منځ د منځګړیتوب هڅې پیل کړې دي.

د یادونې وړ ده چې دوې میاشتې وړاندې هم په سرحدي سیمه قره‌باغ کې د دواړو هېوادونو د ځواکونو ترمنځ نښته شوې وه چې، له کبله یې ۱۶ کسان وژل شوي وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 131966

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/131966/

جمهور
  https://www.jomhornews.com