د افغان حکومت او طالبانو د مرکچي پلاو د تماس ډلې نن بیا غونډه کوي

7 میزان 1399 ساعت 14:11

په قطر کې د افغان حکومت د مرکچي پلاوی ویاند نادر نادري وايي، د افغان حکومت او طالبانو د پلاویو د تماس ډلې به نن هم ناسته وکړي.


په قطر کې د افغان حکومت د مرکچي پلاوی ویاند نادر نادري وايي، د افغان حکومت او طالبانو د پلاویو د تماس ډلې به نن هم ناسته وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې نادري چې نن دوشنبې د تلې ۷ مه د ویډیويي کنفرانس له لارې خبرې کولې و ویل، چې دواړه لوري به نن سره جرګه شي، تر څو په دوه اختلافي ټکو بحث وکړي او یوه توافق ته ورسېږي.

هغه په دې اړه نور جزیات ورنه کړل، خو ویې ویل، چې طالبانو ځینې دوه اساسي موضوعات تر وخت وړاندې د مذاکراتو مېز ته مخ ته کړي دي.

نادري وایي، پرون هم د تماس ډلو ناسته کې پر اختلافي ټکو ښه بحثونه شوي دي او نن به هم دواړه ډلې هڅې کوي يو ګډ تفاهم ته ورسېږي او يو مشترکه لاره رامنځته کړي.

ښاغلي نادري په مشخص ډول ونه ويل چې دا دوې موضوع‌ګانې کومې دي، خو ټينګار يې وکړ چې دا دوې مسئلې له ارزشي او هويتي پلوه د افغانستان لپاره خورا مهمې دي.

نوموړي زياته کړه، د تماس ډلو ناسته نن هم ترسره کېږي او دواړه لوري د پاتې دوو موضوع‌ګانو په تړاو خپلو بحثونو ته دوام ورکوي.

که څه هم په نننۍ خبري غونډه کې نادر نادري په څرګند ډول ونه ويل چې دوه وروستي اختلافي مسايل کوم دي، خو تر دې وړاندې رسنيو ته رسېدلي معلومات ښيي، طالبان ټولې پرېکړې پر حنفي فقه غواړي او وايي، د خبرو بنسټ باید له امریکا سره د دوی شوې هوکړه وي.

خو افغان لوری بیا له دې دریځ سره مخالفت ښي وايي،  بايد د کابل اعلاميه هم د دې خبرو اساس وي ځکه دواړه په يوه ورځ او ګډو موضوعاتو خپاره شوي دي، لومړی اختلافي ټکی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 131971

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/131971/

جمهور
  https://www.jomhornews.com