د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر:

د افغان سولې خبرو پر مهال باید په شرخوښو عناصرو پام وساتل شي

7 میزان 1399 ساعت 14:25

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وايي، د افغانستان د سولې د خبرو پر مهال باید په سیمه کې په ځینو شرخوښو عناصرو هم پام وساتل شي چې د سولې او ثبات مخالفه دي.


د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وايي، د افغانستان د سولې د خبرو پر مهال باید په سیمه کې په ځینو شرخوښو عناصرو هم پام وساتل شي چې د سولې او ثبات مخالفه دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې قریشي دغه څرګندونې نن دوشنبې د تلې ۷ مه د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا له مشر ډاکتر عبدالله عبدالله سره کتنه کې کړې دي.

عبدالله عبدالله د یوه ۵۳ کسیزه لوړ پوړي پلاوی په مشرۍ نن اسلام آباد ته ولاړ او لومړی یې له شاه محمود قریشي سره ولیدل.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دې لیدنې وروسته خپره کړې اعلامیه کې د قریشي له قوله ویلي، چې پاکستان د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې د خبرو ملاتړ کوي.

قریشي وايي، پاکستان ته د عبدالله عبدالله سفر به د دواړو هېوادونو د اړیکو او د افغان سولې د بهیر په اړه د ګډ تفاهم د رامنځته کولو په برخه کې یو نوی باب پرانېزي.

هغه پرته له دې چې جزییات ورکړي دا هم ویلي چې د افغانستان د سولې د خبرو پر مهال باید په سیمه کې په ځینو شرخوښو عناصرو هم پام وساتل شي چې د سولې او ثبات مخالفه دي.

د یادونې ده، چې عبدالله به د دغه درې ورځني سفر په ترڅ کې د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان، ولسمشر عارف علوي، د پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوه او ځينو نورو چارو سره لیدنې او خبرې اترې ولري، خو له باجوه سره لیدنه او خبرې به یې یو په یو وي.

عبدالله هیله ښودلې چې دا سفر یې د دواړو هېوادونو اړیکې لا پسې غښتلي کړي او په مټ یې د سولې په برخه کې د همکاریو نوی باب پرانیستل شي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 131972

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/131972/

جمهور
  https://www.jomhornews.com