افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، حکومت سولې ته ژمن دی او هېڅوک جمهوریت په ارزښتونو او امنیتي او دفاعي ځواکونو معامله نه شي کولی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني دغه څرګندونې پرون دوشنبې د تلې ۷ مه د ولسي جرګې د دفاعي چارو او ځمکنۍ بشپړتیا او داخلي امنیت کمېسیونونو مشرتابه او غړو سره کتنه کې کړې دي.
په دغه لیدنه کې د ولسي جرګې استازو و ویل، چې ولسي جرګه د حکومت، سولې پروسې، نظام او جمهوریت ټینګه ملاتړې ده.
دوی زیاته کړه، چې حکومت، ملي شورا او سیاسیون باید واحد غږ ولري او د سولې له برابر شوي فرصت څخه اعظمي ګټه واخیستل شي.
د جرګې استازو و ویل، ولس باعزته او داسې سوله غواړي چې نظام، جمهوریت، د هېوادوالو او په ځانګړي ډول د ښځو حقونه او د تېرو ۱۹ کالو لاسته راوړنې په کې خوندي شي.
هغوی د امنیتي او دفاعي ځواکونو د لوړ مورال، مبارزو او سرښندنو قدرداني کړې ویلي یې دی، چې د سرتېرو تجهیز، د رخصتیو او نورو اړوندو مسایلو او د ستونزو حل ته دې اساسي پاملرنه وشي.
په ورته وخت کې ولسمشرد ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو تدارکات د افغانستان د کرنې او مالدارۍ د ودې کلیانې وبللې او ویې ویل په دې برخه کې د اصلاحاتو دویم پړاو تر لاس لاندې دی.
ښاغلي غني د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو اتلولۍ او سرښندنې وستایلې او په ټینګار سره یې وویل، د دوی په ملاتړ د ملي شورا او د ولس واحد غږ پکار دی او د شهیدانو کورنیو ته به لا ډېره رسیدګي وشي.
ولسمشر ټینګار وکړ، چې افغان حکومت سولې ته ژمن دی، خو په وینا یې د جمهوریت په ارزښتونو او امنیتي او دفاعي ځواکونو باندې هیڅوک معامله نشي کولی.
نوموړي زیاته کړه، چې د افغانستان خلک د اوسني نظام ټينګ ملاتړي او غوښتونکي دي او همدارنګه د تېرو نولس کالو د ارزښتونو د خوندیتوب ترڅنګ د اساسي قانون په چوکاټ کې تلپاتې او باعزته سوله غواړي.
هغه زیاته کړه، د بحث ابعاد باید پراخه شي، ځکه دا د نظام، جمهوریت او خلکو قوت ښیي.
جمهوررئیس غني د خپلو خبرو په پای کې وویل، له ملي شورا سره نږدې، هر اړخیزه او اساسي همکاري غواړو او ستاسو وړاندیزونو ته به د اړوندو بنسټونو او مسوولینو له لوري رسیدګي وشي.
ولسمشر زیاته کړه، د نړۍ او سیمې هېوادونو سره زموږ مناسبات په دوه اړخیزو ګټو استوار دي او د اوبو مدیریت ته هم اساسي پاملرنه کېږي.
جمهورخبري آژانس:کابل