د امریکا د ملي امنیت پخوانی سلاکار:

ټرمپ د یوې ناکامې تګلارې پر مټ له طالبانو سره مذاکرات پیل کړي

8 میزان 1399 ساعت 9:42

د امریکا د ملي امنیت شورا پخواني سلاکار مک ماسټر یو ځل بیا پر ولسمشر ډونالډ ټرمپ نیوکه کړې وايي، له طالبانو سره د خبرو په برخه کې د ټرمپ او سپینې ماڼۍ تګلاره سمه نه ده.


د امریکا د ملي امنیت شورا پخواني سلاکار مک ماسټر یو ځل بیا پر ولسمشر ډونالډ ټرمپ نیوکه کړې وايي، له طالبانو سره د خبرو په برخه کې د ټرمپ او سپینې ماڼۍ تګلاره سمه نه ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ماسټر په تازه څرګندونو کې ویلي، طالبانو افغانستان کې جګړې ته زور ورکړی او ټرمپ د یوې ناکامې تګلارې پر مټ له دغه ډلې سره مذاکرات مخ ته وړي.

مک ماسټر زیاتوي، چې طالبانو له القاعده شبکې سره اړیکې لري او دغه راز ترهګرې ډلې تر پخوا ډېرې پياوړې شوې دي او هغه قوت یې چې پخوا درلود اوس یې د هغه څو چنده لري.

د امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکار یو ځل بیا ټينګار کړي، چې د افغان سولې برخه کې د ټرمپ او سپینې ماڼۍ اوسنۍ تګلاره چې له طالبانو سره خبرې کول دي غلطه او ناکامه ده.

د یادونې ده چې مک ماسټر څو ورځې وړاندې هم ویلي و، چې د افغان سولې پروسه ټرمپ د خپل ټاکنیز کمپاین لپاره مخ ته وړي او له طالبانو سره یې د افغان حکومت پر ضد لاس یو کړی دی.

هغه دا هم زیاته کړې وه، چې د امریکا دولت د یو شمېر رسنیو په مرسته هڅه کوي څو د افغان سولې روانه پروسه تخریب کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 131993

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/131993/

جمهور
  https://www.jomhornews.com