نړیوال بانک له افغانستان سره سل میلیون ډالر وړیا مرسته کوي او دغه مرسته د یاد بانک د مدیزه پلاوي له خوا تصویب شوې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د بانک د چارواکو په وینا له دې مرستې یې موخه د افغانستان د ملي سکتور له ثبات او کوچینو سوداګریزو فعالیتونو څخه ملاتړ دی.
د دغه بانک په راپور کې چې پرون دوشنبې د تلې ۷ مه راغلي، چې دغه وړیا مالي مرسته د نړیوالې پراختیا ادارې له خوا چې له بېوزلو هېوادونو سره د نړیوال بانک د مرستو یوه برخه ده، چمتو شوې ده.
راپور وايي، دغه پیسې به د افغانستان د مالي سیستم د پیاوړتیا پروژې له لارې د افغانستان بانک د ظرفیت لوړونې او د مالي مقررارتو په تطبیق کې د دې بانک څارونکی رول پياوړي کولو او د آسانتیاوو برابرولو په برخه کې ولګول شي.
په افغانستان کې د نړیوال بانک رئیس، هینري کرالي ویلي،په داسې حال کې چې د افغانستان اقتصاد د کوویډ-۱۹ ویروس د منفي اغېزو څخه غواړي ځان وباسي، د دې هېواد د مالي سکتور پياوړتیا د دغه بهیر په چټکتیا کې مهمه ونډه لوبولۍ شي.
د هغې په وینا دا نوې مالي مرسته به د مالي سکتور د ثبات د ساتنې او تقویت له پاره د افغانستان بانک ظرفیت لوړ کړي او همدا رنګه به له مالي بنسټونو او بانکونو څخه ملاتړ وکړي څو له خصوصي تشبثاتو سره په تیره بیا هغه شمېر شرکتونو ته د پورونو په ورکولو کې مرسته وکړي چې د ښځو لخوا یې مشري او یا چارې پر مخ وړل کېږي.
د یادونې ده، چې نړیوال بانک تر دې مخکې هم له افغانستان سره وړیا مرستې کړې دي.
جمهورخبري آژانس:کابل