عبدالله عبدالله په پاکستان کې:

نننی افغانستان د ۱۹۹۶ هغه نه دی، نور باید د توطیو له تیوری لاس واخلو

8 میزان 1399 ساعت 12:08

د افغانستان د ملي مصالحې عالی شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله پاکستان کې د یوې ناستې پر مهال و ویل، نننۍ افغانستان د ۱۹۹۶ کال افغانستان نه دی او نور باید د توطیو له ناکمې تیوری کار وانخستل شي.


د افغانستان د ملي مصالحې عالی شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله پاکستان کې د یوې ناستې پر مهال و ویل، نننۍ افغانستان د ۱۹۹۶ کال افغانستان نه دی او نور باید د توطیو له ناکمې تیوری کار وانخستل شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي عبدالله چې نن سه شنبې د تلې ۸ مه اسلام آباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره د پاکستان د ستراتېژیکو مطالعاتو په مرکز کې یوې ناستې ته وینا کوله و ویل، چې افغانستان او پاکستان دواړه سولې او ښه راتلونکي ته اړتیا لري.

نوموړي زیاته کړه، چې افغانستان او پاکستان د ترهګرۍ ضد مبارزه کې درنې قربانۍ پرې کړې او اوس وخت دی، چې همغږي هېوادونه د دغه ترهګرو عناصرو پر وړاندې په ګډه کار وکړي.

ښاغلي عبدالله ټینګار وکړ، چې هېڅ ترهګر ته به په افغانستان کې د شتون او هېڅ ترهګرې ډلې ته دا اجازه ورنه کړي، چې د نورو ملتونو پر ضد کار وکړي.

د هغه په وینا نور د دې وخت دی، چې د سیمې هېوادونه یو بل ته لاس ورکړي، له جنګ جګړو سره خدای پاماني وکړي او د ښه راتلونکي په اړه اړیکې سره جوړې کړي.

عبدالله افغان سولې ته په اشارې سره و ویل، چې قطر کې د سولې روانې خبرې د سولې لپاره یو غوره فرصت دی، چې باید له لاسه ونه وځي، بلکې دواړه لوري یوه داسې توافق ته ورسېږي، چې پر مټ یې افغانستان له تل پاتې سولې او ثبات څخه برخمن شي.

د ملي مصالحې عالي شورا مشر یو ځل بیا پر دواړو لورو غږ وکړ، چې په جدي توګه د تاوتریخوالي پر کمولو کار وکړي او تل پاتې اوربند ته سره ورسېږي، تر څو نور د ملکي خلکو ژوند خوندي شي.

هغه و ویل«بین الافغاني مذاکراتو یوه ښه او هیله بښونکې زمینه برابره کړې، تر څو نور له جګړې سره خدای (ج) پامني وکړو، په صبر او پیاوړتیا سره خبرې مخ ته بوزو او یوه داسې توافق ته ورسېږو، چې سره یو موټی شو.»

نوموړي د سولې په برخه کې د امریکا، ناټو او ټولو نورو سیمه ییزه او نړیوالو هېوادونو له همکاریو مننه وکړه او ویې ویل تمه لري، چې دغه همکارۍ دوام ولري تر څو افغانستان یوې تل پاتې سولې او ثبات ته ورسېږي.

دی وايي، د مصالحې د عالي شورا د مشر په توګه مسوولیت بولي، چې د سولې لپاره د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع لپاره هڅې وکړي، خو په وینا یې دا هم باید له یاده ونه ایستل شي، چې افغانستان هغه د ۱۹۹۶ کال افغانستان نه دی، بلکې نننی افغانستان ځوان او کثرت ګرا دی.

ښاغلي عبدالله و ویل«زموږ ملت اوس د بل هر وخت په پرتله یو له بله نېږدې او په اړیکه کې دي، دوی مصم دي، چې د خپل حکومت او نظام په اړه لکه څنګه یې چې غواړي تصمیم ونیسي، دغه متحول ملت غواړي، د فردي حقونو او آزادۍ تر څنګ ټول مېشتو افغان ټولنو بنسټیزه لاس ته راوړنې وساتي.»

د پاکستان سره د اړیکو او همکارۍ په اړه:

عبدالله عبدالله د افغانستان او پاکستان تر منځ د دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو په اړه هم څرګندونې وکړې ویې ویل، اوس په امنیتي، سیاسي او اقتصادي پرخو کې د اړیکو پراختیا لپاره زیات فرصتونه رامنځ ته شوي، چې دواړه هېوادونه باید ترې ګټه واخلي.

هغه و ویل«د سیمې اوسنۍ سیاسي جغرافیې ته په کتو د همکارۍ تازه فرصتونه رامنځ ته شوي، نو پر دې اساس دواړه هېوادونه د بل هر وخت په پرتله کډو همکاریو او د سوله ییز او مرفه ژوند لپاره زیات تعامل ته اړتیا لري.»

د عبدالله په وینا اوس مهال دا فرصت رامنځ ته شوی تر څو ملتونه په خپلو ستراتېژیکو انتخابونو کې له سره فکر وکړي، له نوي انده او لید ورته وګوري، خپلې ستونزې او ګډې ګټې تربحث لاندې ونیسي او پر دې وپوهېږي، چې افغانستان کې سوله او ثبات او یا د منځنۍ یا جنوبي اسیا په هر بل کوم هېواد کې سوله او ثبات د نورو ګاونډیو او سیمې لپاره ښې پایلې لرلی شي.
 
د هغه په وینا که څه هم په تېرو ۳۰ کلونو کې د پرمختګ، سولې، ثبات، او اقتصادي ودې ګڼ فرصتونه د سیمې د هېوادونو له لاسه وتلي، خو زیاتوي اوس هم د دې هر څه د تر لاسه کولو وخت دی، ځکه کب چې هر وخت له اوبو وباسې تازه وي.

د ملي مصالحې عالي شورا مشر په خپلو خبرو کې پاکستان ته په اشارې ټینګار وکړ، چې اوس د سولې، ثبات او اقتصادي پرمختګ لپاره ښه زمینه برابره شوې، نو ځکه په وینا یې نور باید د شعارونو، زړو او تکراري بیانیو او توطیو له تیوریو، چې موږ یې شاته غورځولي یو لاس واخلو او یو نوی فصل پرانیزو.
 
عبدالله وایي، په وینا روان وضعیت د هېچا په ګټه نه دی، بلکې تازه کړنلارو ته اړتیا ده او دا د افغانستان د خلکو بنسټیزه غوښتنه او هیله ده، چې نور باید په سیمه کې یووالی راشي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 132003

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/132003/

جمهور
  https://www.jomhornews.com