دایکنډي کې ماین چاودنې ۱۴ ملکي وګړي وژلي دي

8 میزان 1399 ساعت 14:15

د کورنیو چارو وزارت وايي، دایکندي ولایت کې د سړک د غاړې ماین چاودنه کې ۱۷ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


د کورنیو چارو وزارت وايي، دایکندي ولایت کې د سړک د غاړې ماین چاودنه کې ۱۷ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه نن دوشنبې د تلې ۷ مه د دایکنډي ولایت د کجران ولسوالۍ په دشت سلیمان آباد سیمه کې رامنځ ته شوې.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین په خپل ټوېټر لیکلي ولسي وګړي فلانکوچ موټر کې له یوې سیمې بلې ته روان و، چې د کجران په دشت سلیمان سیمه کې یې پر موټر د طالبانو له خوا خښ شوي ماین چاودنه کړې.

ارین وايي، په دغه چاودنه کې ۱۴ تنه وژل شوي او درې نور ټپیان دي، چې په وژل شویو کې ۷ ښځې، پنځه ماشومان او دوه نارینه دي.
 
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، په دایکندي ولایت کې د سړک غاړې ماین چاودنې له امله ۱۴ ملکي وګړي وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت د پېښې پړه پر طالبانو اچولې خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دی ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 132010

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/132010/

جمهور
  https://www.jomhornews.com