۰

ولسمشرغني بیا له طالبانو د اوربند غوښتنه وکړه

چهارشنبه ۹ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۰۰
ولسمشر محمد اشرف غني یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی چې اوربند وکړي او سولې ته خپله ژمنتیا ثابته کړي.
ولسمشرغني بیا له طالبانو د اوربند غوښتنه وکړه
ولسمشر محمد اشرف غني یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی چې اوربند وکړي او سولې ته خپله ژمنتیا ثابته کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ارګ خبرپاڼه وایي، ښاغلي غني دایکندي ولایت پر وروستۍ پېښه سخت غبرګون ښودل دی.

اعلامیه وايي، د طالبانو له لوري ځای پر ځای شوي ماین ملکي وګړي وژلي دي او د دغه ډول کړنو دوام د مذاکراتو له روحیې سره په ټکر کې دي.

ولسمشر غني پر طالبانو غږ کړی چې له جګړې لاس واخلي او سولې ته خپله ژمنتیا ثابته کړي.

د هغه په وینا طالبانو ته په کار ده چې د افغانانو غوښتنې ومني، له جګړو لاس واخلي، خبرو ته ادامه ورکړي او د عامو وګړو وژل ودروي.

ښاغلي غني ټینګار کړي، چې افغان حکومت سولې ته ژمن دی او طالبانو ته هم په کار ده چې د بریدونو او عامو وګړو په وژلو سره د سولې په لار کې خنډ جوړ نه کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل

 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي