خلیلزاد بیا د افغان سولې په تړاو قطر ته تللی دی

9 میزان 1399 ساعت 8:07

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد یو ځل بیا د افغان سولې په تړاو د خبرو له پاره قطر ته رسېدلی دی.


د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد یو ځل بیا د افغان سولې په تړاو د خبرو له پاره قطر ته رسېدلی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې خلیلزاد په تازه ټوېټ کې ویلي، د افغان سولې په اړه به دوحې او سیمې ته سفر کوي او د بین الافغاني خبرو په اړه به له شریکانو او متحدو هېوادونو سره غږېږي.

خلیلزاد وايي، هڅه کوي د بین الافغاني خبرو ملاتړ ډېر کړي او تر څنګ یې د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان پر اقتصادي او پرمختیايي مسایلو هم خبرې وکړي.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زیاته کړې، چې دوحې ته ځي او هڅه کوي بین الافغاني خبرې ژر پایلې ته ورسېږي.

دی وايي، نړیواله ټولنه او افغانان بین الافغاني مذاکرات له نږدې څاري او ټول دا تمه لري چې په هېواد کې روانه جګړه ژر تر ژره د خبرو له لارې ختمه شي، تاوتریخوالی کم شي او دایمي اوربند وشي.

خلیلزاد داسې مهال دوحې ته ځي چې د بین الافغاني خبرو له پیله تر دې دمه دواړه لوري د مذاکراتو پر تګلاره هوکړې ته نه دي رسېدلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 132024

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/132024/

جمهور
  https://www.jomhornews.com