عبدالله له عمران خان سره لیدنه کې: کابل او اسلام آباد باید د اړیکو نوی څپرکی پرانیزي

9 میزان 1399 ساعت 8:41

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره لیدنه کې ویلي، کابل له اسلام آباد سره د اړیکو د نوي فصل د پرانستو غوښتونکی دی.


 د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره لیدنه کې ویلي، کابل له اسلام آباد سره د اړیکو د نوي فصل د پرانستو غوښتونکی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې عبدالله چې پاکستان ته په درې ورځني سفر تللی، پرون د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره هم ولیدل.

عبدالله د عمران خان سره خبرو کې پر افغان سوله او په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ مذاکراتو باندې بحث وکړ ویې ویل، چې د تاوتریخوالي زیاتوالي د سولې پروسه تخریبوي.

د هغه په وینا افغان حکومت سولې ته ژمن او ټینګه اراده لري او له مقابل لوري هم هیله لري، چې د جګړې پای ته رسېدو او د سولې توافق ته د رسېدو لپاره خپل ښه نیت څرګند کړي.

عبدالله د سولې به برخه کې د پاکستان له همکاریو د مننې تر څنګ ویلي، کابل غواړي له اسلام آباد سره د اړیکو نوی فصل پرانیزي، چې پر مت یې په دواړو هېوادونو کې سوله او ثبات ټینګ او د سیمې د پرمختګ لامل شي.

عمران خان په خپلو خبرو کې ویلي، هېواد یې د افغان سولې پروسې څخه ملاتړ کوي ځکه افغانستان کې سوله او ثبات تر ټولو د پاکستان په ګټه زیات دی.

نوموړي و ویل«افغانستان کې سوله او ثبات پاکستان ته ګڼې اقتصادي ګټې لري.»

د پاکستان لومړي وزیر ویلي، دوی په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمښت، تل پاتې او سرتاسري اوربند ملاتړ هم کوي، ځکه د افغانانو لپاره تر ټولو بده سناریو د جګړې دوام دي.

عمران خان دې ته په اشارې، چې د افغان کرکټ ټیم څخه متاثره شوی زیاته کړې، چې افغانان په مبارزه کې شکست او ناکامي نه مني.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي تر اوسه یې افغانستان ته سفر نه دی کړی، خو د کابل لیدو ته لېواله دی.

په پای کې عبدالله عبدالله د افغان سولې او د اوربند څخه د پاکستان د لومړي وزیر له ملاتړ څخه مننه وکړه ویې ویل، دا چې د پاکستان کابینې له افغانستان سره د سوداګرۍ په برخه کې د اسانتیاو رامنځ ته کولو پرېکړه کړې د افغانانستان خلک یې خوښ کړي دي.

د یادونې ده، چې عبدالله تر عمران خان وړاندې، د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي، د ولسي او مشرانو جرګو له مشرانو او یو شمېر نورو چاروکو سره هم ولیدل.

نوموړي پرون د پاکستان د ستراتېژیکو اړیکو په مرکز کې له قریشي سره په ګډه ناسته کې و ویل، چې افغانستان او پاکستان نور باید د اړیکو ښه کولو لپاره هڅه وکړي.

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر د پاکستان تېرو کړونو ته په اشارې زیاته کړه، چې نور د تکراري بیانونو او توطیو د تیوریو وخت تېر شوی او باید په عمل کې یو له بله رښتینې همکاري وشي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 132025

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/132025/

جمهور
  https://www.jomhornews.com