د بدخشان د کوهستان امنیه قوماندان وژل شوی دی

9 میزان 1399 ساعت 12:28

سیمه ییز چارواکي وايي، د بدخشان ولایت د کوهستان ولسوالۍ امنیه قوماندان له طالبانو سره په مخامخ جګړه کې وژل شوی دی.


 سیمه ییز چارواکي وايي، د بدخشان ولایت د کوهستان ولسوالۍ امنیه قوماندان له طالبانو سره په مخامخ جګړه کې وژل شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د بدخشان د پولیسو ویاند ثناالله روحاني ویلي، د کوهستان امنیه قوماندان څارمن عبدالظاهر پرون سه شنبې د تلې ۸ مه په مخامخ جګړه کې وژل شوی.

د هغه په وینا طالبانو پرون سهار ۹ بجې پر کوهستان ولسوالۍ ډلیز بریدو وکړ، چې د شپې تر ۱۲ بجو پورې یې دوام درلود.

دی وايي، په دغه جګړه کې د امنیه قوماندان تر څنګ دوه پولیس هم وژل شوي دي.

روحاني زیاتوي، چې په جګړه کې څلور طالبان هم وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوي دي.

طالبانو تر اوسه د دغه جګړې په اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:بدخشان
 
 
 


د مطلب کود: 132037

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/132037/

جمهور
  https://www.jomhornews.com