کابل کې یوې چاودنې دوه پوځیان ټپیان کړي دي

9 میزان 1399 ساعت 12:29

د کابل پولیس تاییدوي، چې ښار کې د یوې چاودنې له امله د پوځ دوه سرتېري ټپیان شوي دي.


د کابل پولیس تاییدوي، چې ښار کې د یوې چاودنې له امله د پوځ دوه سرتېري ټپیان شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه نن چهارشنبې د تلې ۹ مه د کابل ښار د ۱۱ مې امنیتي حوزې اړوند جمهوریت څلور لاري کې رامنځ ته شوې ده.

د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز وایي، چاودنه په یوه فورډ پوځي موټر پسې د مقناطسي ماین له امله رامنځ ته شوې ده.

د هغه په وینا په دې چاودنه کې دوه پوځیان ټپیان شوي دي، خو د پېښې په اړه یې نور جزیات ورنه کړل.

تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی.

د یادونې ده، چې په کابل کې په دې وروسیتو کې د مقناطسي او سړک د غاړې ماین چاودنې زیاتې شوې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 132038

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/132038/

جمهور
  https://www.jomhornews.com