اذربایجان: له ارمنستان سره د سرتېرو تر وتلو پورې وهو

10 میزان 1399 ساعت 7:52

د اذرربایجان ولسمشر الهام علی اوف وايي، له ارمنستان سره به تر هغې پورې جګړې ته دوام ورکړي تر څو دغه هېواد خپل ټول سرتېري نه وي وتلي.


د اذرربایجان ولسمشر الهام علی اوف وايي، له ارمنستان سره به تر هغې پورې جګړې ته دوام ورکړي تر څو دغه هېواد خپل ټول سرتېري نه وي وتلي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې الهام علی اوف ټینګار کړي، چې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره یوازې یوه لار او شرط دی او هغه دا چې ارمنستان خپل سرتېري د اذربایجان له خاورې وباسي.

نوموړي واي، ارمنستاني ځواکونو په غیر قانوني توګه د دوی خاوره لاندې کړې ده نو اړ دي، چې له خپلې خاورې او خپلو سیمو دفاع وکړي.

د اذربایجان ولسمشر په ټينګار سره ویلي، جګړه به تر هغې ادامه لري چې ارمنستاني ځواکونه د اذربایجان له خاورې وتلي نه وي.

د یادونې ده، چې د اذربایجان او ارمانستان ترمنځ پر په نګورنو قرباغ جنجالي له تېرو څو ورځي راهیسې، نښته روانه ده، چې مرګ ژوبله هم په کې اوښتې ده.

په دغه نښته کې ګڼو هېوادونو د جګړو د درېدو غوښتنه کړې ده او ځینو بیا د اذربایجان او ځینو نورو بیا د ارمنستان ملاتړ کړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 132057

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/132057/

جمهور
  https://www.jomhornews.com