روسیه: افغانستان کې تر هر څه وړاندې باید په اوربند توافق وشي

10 میزان 1399 ساعت 7:55

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر کابل کې د روسیې له سفیر دیمتري ژیرنوف سره پر افغان سوله خبر کړې دي.


د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر کابل کې د روسیې له سفیر دیمتري ژیرنوف سره پر افغان سوله خبر کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ښاغلي اتمر او ښاغلي ژیرنوف لیدنه پرون چهارشنبې د تلې ۹ مه شوې او روسیې د افغان سولې ملاتړ کړی دی.

کابل کې د روسیې سفیر ویلي، بین الافغاني خبرې د افغانستان لپاره یو ښه پیل دی او ددې اړتیا ده چې تر هر څه وړاندې د تاوتریخوالي پر کمولو او اوربند توافق وشي.

کابل کې د روسیې سفیر ټينګار کړي، چې هېواد یې له افغان سولې بشپړ ملاتړ کوي او دې ته تیار دي چې په دې برخه کې خپلې همکارۍ ډېرې کړي.

سفیر دیمتري ژیرنوف افغان جګړه یوازې د خبرو له لارې ختمېدلی شي او روسیه هڅه کوي په مذاکراتو کې مثبت رول ولوبوي.

بل خوا د بهرنیو چارو وزارت سرپرست حنیف اتمر هم د سولې په برخه کې د روسیې له تېرو همکاریو مننه کړې ده او د دغه هېواد مرستې یې مهمې بللې دي.

د یادونې ده، چې ښاغلي اتمر پرون د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف سره هم پر افغان سوله او قطر کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ خبرو باندې بحث کړی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي، هېواد یې له افغان سولې او بین الافغاني خبرو ملاتړ کوي او په دې برخه کې به خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 132058

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/132058/

جمهور
  https://www.jomhornews.com